د افغانستان رییس الوزرا په خپله لومړنۍ وینا کې پر طالب چارواکو غږ کړی دی چې د خپل ولس ستونزې حل کړي. نوموړي تېره شپه خپاره کړي غږیز پیغام کې ویلي، پر طالبانو دا شکر واجب دی چې واک ته رسېدلي او اوس د واک ساتل مهم دي. دده په خبره د نوي حکومت چارواکو ته په کار ده چې د خپل ولس غږ واوري، له دوی سره دې مهربانه وي، ستونزې یې واوري او په خبره یې که دا چاره ترسره نه کړي نو ددې احتمال شته چې واک یې بېرته له لاسه ووځي. مولوي محمد حسن اخوند دغه راز ویلي چې طا لبان د ولس په مرسته واک ته رسېدلي او په خبره یې که اوس ولس ته شا اړول کېږي دا د منلو نه ده.
مولوي محمد حسن اخوند دغه راز په خپلو خبرو کې اقتصادي ستونزو ته اشاره وکړه او په خبره یې دا فساد او ستونزې له تېر حکومت په میراث پاتې دي. همدا راز یې له نړیوالو سره د ښو اړیکو پر لرلو ټینګار کړی دی او وایي دوی له ټولې نړۍ سره د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ اړیکې غواړي. همدا راز یې د ښځینه وو د تعلیم او کار په اړه هم نظر څرګند کړ او په خبره یې د ښځو د تعلیم لپاره به مصونه فضا برابروي. رییس الوزرا دغه راز وویل چې حکومتي ادارې فعالې دي، پخواني کارکوونکي خپلو دندو ته راځي او په خبره یې هېڅوک یې د ګواښلو، ځورولو او یا سپکولو حق نه لري.
































