روسیه وایي له واشنګټن سره د افغانستان په اړه له نږدې کار کوي. په واشنګټن کې د روسیې سفیر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان د بحران په اړه د امریکا او روسیې ترمنځ نږدې اړیکې او بحثونه دوام لري. مسکو وايي له واشنګټن سره په اړیکه کې دي او په دې لټه کې دي چې په افغانستان کې روان بحران کابو کړي او د لا پراختیا مخنیوی یې وشي.
روسي لوري همدا راز ویلي چې غواړي له افغانستان سره د نړیوالو بشردوستانه مرستې دوام وکړي او په دغه هېواد کې د بشري ناورین مخنیوی وشي. روسیې په تازه اقدام کې افغانستان ته د بشري مرستو لومړۍ بسته هم لېږلې ده او ټینګار یې کړی چې دغه ډول څو نورې کمکي بستې به هم افغانستان ته ولېږي.
































