د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه پوسته د وسله والو په برید کې دوه پوځیان وژل شوي او درې نور سخت ټپیان شوي دي. د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا برید تېره ورځ د شمالي وزیرستان په دته خیلو سیمه کې د پوځیانو پر پوسته شوی دی چې په پایله کې یې دوه پوځیان وژل شوي او درې نور سخت ټپیان شوي دي. پوځ ویلي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د یوه هغه روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی. تر اوسه پورې د برید پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو د پاکستاني حکومت او ټيټيپي ترمنځ تر اوربند وروسته د یو شمېر وسله والو پېښو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.











