د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي په دوحه کې د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوي سره کتلي دي. مارټین لونګډن پر خپل ټویټر لیکلي چې په دې لیدنه کې یې د افغانستان پر بشري وضعیت، له افغانستان سره د بریتانیا د مرستو پر دوام، ترهرګرۍ سره پر کارنده مبارزې او ښوونځیو ته د نجونو پر بیا ستنېدو خبرې کړې دي. مارټین وروسته تر هغه له افغان پلاوي سره ګوري چې د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن په جي شل غونډه کې له افغانستان سره د ۵۰ میلیونه پونډه مرستې اعلان کړی دی او دغه راز په وار وار یې ویلي دي چې له ا.ا سره له تعامل پرته بله چاره نه شته.
































