د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر د ازبیکستان له ځانګړي استازي سره د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پیاوړتیا سربېره پر ځینې نورو موضوعاتو خبرې کړې دي. د همدې لیدنې په تړاو د خپرو شویو معلوماتو له مخې، ملا برادر له عصمت الله ایرګاشیف سره د ګډو اقتصادي او ترانزیټي پروژو د تطبیق بهیر پر چټکتیا او د دواړو هېوادونو د مناسباتو پر پراختیا ګټورې خبرې اترې کړې دي. د یادونې ده چې ایرګاشیف نن د ا.ا له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې دوی د ا.ا.ا د مثبتو اقداماتو ملاتړ کوي او د وروستیو پرمختګونو په اړه به نړیوالو ته خپل د سترګو لیدلی حال او معلومات وړاندې کړي.
































