افغان حکومت له طالبانو غوښتي چې د کرونا وېروس د لا خپرېدو د مخنيوي او پر دې وېروس اخته کسانو ته د مرستو رسولو لپاره دې بشردوستانه اوربند وکړي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په یوه خبري غونډه کې ویلي، د دې وخت رارسېدلی چې طالبان د کرونا وېروس موضوع بابېزه ونه ګڼي او تاوتریخوالی کم کړي، څو پر کرونا اخته کسانو ته پر وخت ګټورې مرستې ورسېږي او د ویروس د خپرېدو مخنیوی وشي. صدیقي وایي، که طالبان تاوتریخوالي او جګړې ته دوام ورکړي او وضعیت خرابېږي، نو بیا به یې پړه د دوی پر غاړه وي. نوموړي وویل، د طالبانو بریدونو پر سولې د خلکو باور کم کړی، خو زیاته کړې کړه چې سوله لا هم د افغانانو او افغان حکومت لپاره لومړیتوب دی.
































