د افغانستان برېښنا شرکت د تېر حکومت سرزورو مقروضینو ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرته ژر تر ژره د برېښنا شرکت له لوري ورغلي تېر بیلونه پرې نه کړي نو جدي قانوني چلند به ورسره وشي. د یاد شرکت له لوري په خپاره شوي خبرداري کې راغلي چې که د پخواني حکومت د وخت سرزوري مقروضین په یوې میاشت کې د بریښنا بیلونه اجرا نه کړي، نو دوی به یې نوم او شهرت خپور او عدلیې او قضایې ارګانونو ته به یې ور معرفي کړي. یاد شرکت تر دې وړاندې ویلي وو چې د تېر حکومت پر مهال یو شمېر سرزورو کسانو د دغه شرکت په میلیونونو افغانۍ د برېښنا بیلونه نه دي تحویل کړي.
































