د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي چې په افغانستان کې د بشري بحران مخنیوي لپاره له ا.ا سره خبرې اترې اړینې دي. افق نیوز راپور ورکړی دی چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره او دغه راز په دغه هېواد کې د لویو پروژو پلیتابه لپاره اړینه ده چې نړیواله ټولنه له ا.ا سره خبرې پیل کړي او ورسره یو مثبت تعامل ته ورسېږي. هغه د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په اشارې ویلي چې په دغه هېواد کې سوله او ثبات د ټولې سیمې له ثبات سره مرسته کوي نو نړۍ ته په کار ده چې هر څه ژر دغه چاره ممکنه کړي. نوموړي ټینګار کړی دی چې که چېرته له ا.ا سره تعامل ونه شي نو ممکن په دغه هېواد کې روان وضعیت د خلکو ژوند له ډېرو جدي ننګونو سره مخ کړي. د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم له طالبانو سره پر تعامل ټینګار کړی و او خبرداری یې ورکړی و چې له طالبانو سره د تعامل نه کولو له امله به نړیواله ټولنه لوړه بیه پرې کړي.
































