د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي ښایي کرونا ویروس په دغه هېواد کې سل زره وګړي ووژني. نوموړي په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال ویلي ددې احتمال شته چې د ۸۵ زرو یا ۱۰۰ زرو ترمنځ امریکايي وګړي د کرونا ویروس له امله مړه شي. ټرمپ تر دې وړاندې دا هم ویلي وو چې ښایي تر دوه سوه زره پورې امریکایان د کرونا ویروس قرباني شي. بلخوا امریکایي رسنۍ بیا وایي چې د ټرمپ اټکل ناسم دی، ځکه که د مړینې بهیر همداسې روان وي نو ښايي د روانې میلادي میاشتې تر پایه په امریکا کې د مړینې شمېره سل زره ته ورسېږي. امریکايي رسنۍ همدا راز وایي چې په ډېری ښارونو کې سره له دې چې د کرونا ویروس پراختیا نه ده کنټرول شوې، تګ راتګ ته اجازه ورکړل شوې او لا هم هره ورځ سلګونه کسان په دغه ویروس اخته کېږي. ټرمپ داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې همدا اوس په امریکا کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۲۱۲۸۳۵ او د مړینې شمېر بیا ۶۹۹۲۱ تنو ته رسیدلی دی.
































