سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

کرونا؛ بحرانونه او د دولت ناکاره تګلارې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 5, 2020
in تبصرې
0
زیاتېدونکي جګړه او د سولې ورکې هڅې
680
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو ثبت شوې شمېرې څه کم دریو زرو ته رسېدلي دي، خو ویل کېږي چې ډېر نور کسان هم پر دغه ویروس اخته دي، خو روغتونو ته مراجعه نه کوي. له دې سره حکومت تر کوچني اختر پورې د کرنتین د غځولو پرېکړه هم کړې ده. د کرنتین له اوږدېدو سره لوږه زیاته شوې او اقتصادي حالت ورځ تر بلې خرابېږي.

اوس اساسي پوښتنه دا ده چې د کرونا او له دې امله د را پېښدونکو ستونزو د مخنیوي لپاره حکومتي تګلارې څومره مناسبې او کارنده دي؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

تر اوسه پورې له بده مرغه هم کرونا په چټکۍ سره خپرېږي او هم د افغانستان اقتصادي حالت ورځ تر بلې خرابیږي. کاروبار او هر څه په ټپه ولاړ دي او لوږه زیاتیږي. د دغه حالت دوام نه یوازې دا چې غریب خلک له ستونزو سره مخ کړي، بلکې نور دوام یې متوسط اقتصاد لرونکي خلک هم له ستونزو سره مخ کوي. له یوه اړخه په کابل او لویو ښارونو کې کرنتین د غربت د زیاتېدو لامل شوی او له بله اړخه د کرنتین ډول هم داسې دی چې ډېر د کرونا له مخنیوي سره مرسته نه کوي. له بې وزلو خلکو سره د حکومت مرستې هم نه یوازې دا چې خورا کمې دي، بلکې د افغانستان د واقعیتونو او د غریبو خلکو د اړتیا پر اساس نه دي. حکومت د څلور نیمو کیلو غنمو د شرموونکي وېش له پروګرام وروسته اوس دا دی د پخې ډوډۍ د وېش پروګرام یې پیل کړی چې له بده مرغه ډېرې ستونزې لري. تر ګردو لومړۍ ستونزه دا ده چې غریب خلک یوازې وچې ډوډۍ ته اړتیا نه لري، بلکې نورې اړتیاوي هم لري. له بله اړخه لا هم ډېر داسې کسان دا ډوډۍ اخلي چې مستحق نه دي، خو ډېر داسې کسان ترې محروم دي چې باید دا ډوډۍ ورته رسېدلې وی. سر له اوسه په دې پروګرام کې د فساد، خپلوۍ پالنې او نورو ستونزو خبرونه ورکړل شوي دي. بله لویه ستونزه یې دا ده چې ډلې ډلې خلک دې ډوډۍ ته ولاړ وي چې د کرونا ناروغۍ د لېږد وېره یې زیاته کړې ده.

اوس اساسي پوښتنه دا ده چې دا کرنتین به تر کومه دوام کوي او له زیاتېدونکي غربت سره به څه کېږي؟ له بده مرغه دولت په پیل کې نه بښل کېدونکی غفلت کړی دی، که نه دا هر څه په هرات کې د کنټرول وړ وو، خو اوس هم حکومتي تګلارې سمې نه دي. د اقتصادي څرخ داسې یو مخ درول به غربت لا زیات کړي او یو ستر ناورین به رامنځ ته کړي. له همدې امله اوس هم وخت دی چې دولت پر خپلو تګلارو له سره غور وکړي. لومړی خو باید له غریبانو سره د مرستو ډول سم شي. دا مرستې باید د غریبو خلکو د اړتیا پر اساس وي او بیا پکې پوره شفافیت وي. د دې تر څنګ دولت باید د کرنتین په ډول کې بدلون راولي. داسې چې هم تر یوه بریده تدابیر مراعات شي او هم کاروبار بېرته پیل شي. پوره او جدي کرنتین یوازې د هغو دولتونو کار دی چې د خلکو اړتیاوې پوره کولی شي او له کوم جدي اقتصادي بحران سره مخ نه وي.

Previous Post

ټرمپ: ښايي کرونا سل زره امریکایي وګړي مړه کړي

Next Post

دروغ ویل او پر روغتیا یې منفي اغېز

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
دروغ ویل او پر روغتیا یې منفي اغېز

دروغ ویل او پر روغتیا یې منفي اغېز

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ازبکستان او روسیې د افغان-ترانس پروژې د چارو د پیل هوکړه کړې

ازبکستان او روسیې د افغان-ترانس پروژې د چارو د پیل هوکړه کړې

اپریل 10, 2025
چين: له امريکا سره سمسورې سوداګرۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلو ګټو پر بنسټ د همکارۍ اصلي بڼه ښکاري

چين: له امريکا سره سمسورې سوداګرۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلو ګټو پر بنسټ د همکارۍ اصلي بڼه ښکاري

فبروري 17, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved