د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې په کابل کې د ترکیې سفیر جیهاد ارګین ای ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د کانونو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دا څرګندونې په کابل کې د ترکیې سفیر د دغه وزارت له سرپرست شهاب الدین دلاور سره په لیدنه کې کړې دي. د یاد وزارت په خبره، دولار د ترکیې سفیر ته ویلي، چې تر ۲۰ کلنې جکړې وروسته افغانان اوس یو د بل تر څنګ فعالیت کوي، له دې امله هر هېواد چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي، د ا.ا.ا یې هرکلی کوي او امنیت یې نیسي. په همدې حال کې جیهاد ارګین ای ویلي چې د افغانستان له خلکو سره د ترکیې مرستې د ورورولۍ پر اساس دي او دا هغه څه دي چې هېڅکله له منځه نه ځي. هغه ټینګار کړی دی چې ترکیه په افغانستان کې د سرې میاشتې له لارې له کډوالو او بې ځایه شویو سره د همکارۍ تر څنګ نور هېوادونه هم هڅوي څو د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي او ترکیه به ژر تر ژره په کابل کې د خپلې سفارتي چارې پیل کړي.
































