امریکايي ديپلوماتان وایي امریکا له افغانستان سره خیانت کړی دی. په کابل کې د امریکا پخواني سفیر هوګو لارنس وایي، امریکا د افغانستان پر وړاندې پر خپلو کړو ژمنو عمل و نه کړ.
دده په وینا امریکايي چارواکو له افغانستان سره د کړو ژمنو په نه عملي کولو د افغانستان او افغانانو پر وړاندې خیانت کړی دی او دا یو نه بښل کېدونکی جنایت دی. دده په خبره د افغانستان په اړه د ټرمپ بې پروا پرېکړي او د بايډن له لوري د ټرمپ د ماموریت ادامه د افغانستان د سقوط او په دغه هېواد کې د اوسني وضعیت لامل شوه.
نوموړي په افغانستان کې د لاس ته راوړنو له منځه تلل د افسوس وړ مسئله بللې ده او ددې هر څه پړه یې د امریکایي مشرانو پر اوږو اچولې ده.































