د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انکین هویتفلډ له تمیلوونکو هېوادونو غوښتنه کړې ده چې هغه ۲۸۰ میلیونه ډالر له افغانستان سره د مرستې لپاره د خوړو نړیوال سازمان او یونیسف په واک کې ورکړي چې مخکې ورباندې هوکړه شوې ده. نوموړې ویلي، د افغانستان د کنګل شوې مالي پانګې له جملې دي هغه ۲۸۰ میلیونه ډالر د ملګرو ملتونو په واک کې ورکړل شي چې د نړیوال بانک د یو پلاوي له لوري یې د خوړو نړیوال سازمان او یونیسف ته د ورکړې خبره شوې وه. هغې ټینګار کړی دی چې دوی مخکې تر دې هم د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې د اقتصادي او بشري بحران مخنیوي په موخه له دغه هېواد سره بشري مرستو ته هڅولي دي او لا هم هڅه کوي چې په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د خلکو ژوند تر یوه حده اسانه کړي.












