ترکیې او قطر د کابل هوایي ډګر د چارو د تنظیم په موخه ځينې شرکتونه مشخص کړي دي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، دوی او قطر هغه شرکتونه مشخص کړي چې په ګډه به د کابل هوایي ډګر د فعال ساتلو او تنظیم لپاره کار کوي.
د اردوغان په خبره دغه شرکتونه به لومړی په خپلو کې هوکړو ته سره رسېږي او تر هغه وروسته به د افغانستان له نوي حکومت سره خبرې پیلوي او که شرایط برابر وي نو ژر تر ژره به د هوايي ډګر چارې تنظیم کړي.
ترکیې او قطر له څه مودې راهیسې د هوايي ډګر د ساتلو او تنظیم لپاره خبرې پيل کړې دي او اوس دې هوکړې ته رسېدلي چې خپل شرکتونه مشخص کړي او مشخص شوي شرکتونه به دلته د کابل هوايي ډګر په منظمولو لاس پورې کوي.
































