په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسب پر طالبانو غږ کړى چې د ټولو افغانانو له مساوي حقونو ملاتړ وکړي. نن د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړیوالې ورځې سره برابره ده. د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ د يادې ورځې په مناسبت اعلاميه کې ويلي چې د افغانستان لپاره د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې ريښتينی ارزښت په ګوته کوي او پر طالبانو غږ کوي چې د هر افغان له بشري حقونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاېنز ویلي، چې د بشري حقونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره د برابرۍ او عدم تبعیض اصول د ټولو لپاره خورا مهم دي. نوموړې ویلي، دوی پر طالبانو غږ کوي چې دا اصل په افغانستان کې په ورځني حقیقت بدل کړي. د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ ويلي چې د ټولو افغانانو د حقونو د خوندیتوب په اړه د طالبانو له خوا شوې ژمنې بايد تر اوسه پوره شوې وای. يوناما زياته کړې چې ښځې او نجونې په ځانګړې توګه د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ راهیسې د خپلو حقونو د کمزوري کیدو شاهدانې دي.
































