هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د هند حکومت تر سلو ډېر هندوان او سکهان له افغانستانه ایستلي دي. هندوستان ټایمز وځپاڼې ویلي، چې د افغان هندوانو او سکانو یوه ۱۱۰ کسیزه ډله نن په یوه چارټر الوتکه کې ډیلي ته ورسېده. د راپورونو له مخې، په دې الوتکه کې د افغانستان له تاریخي ګوردوارو او د هندوانو د مذهبي اثارو د رامانایا، مهابھارت او بهګاواد ګیتا په ګډون د لرغونو اثارو درې برخې هم په دې الوتکه کې له کابل څخه هند ته وړل شوي دي. له تیرې اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو وروسته د هند حکومت ۵۶۵ هندوان او سکهان خپل هېواد ته لیږدولي دي.
































