پاکستان وایي د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پېژندل په نړیواله ټولنه او د سیمې په هېوادونو پورې اړه لري. په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې پاکستان په یوازې ځان طا لبان په رسمیت نه شي پېژندلی تر هغه چې نړیوالې ټولنې په دې اړه پرېکړه نه وي کړې.
دده په خبره ټول په دې تمه دي چې د سیمې هېوادونه د افغانستان په اړه سره را ټول شي او دلته د نوي حکومت پر وړاندې خپل دريځ روښانه کړي. منصور احمد خان وایي د نړیوالې ټولنې تر پرېکړې وروسته به پاکستان هم خپل دریځ اعلان کړي.
پاکستاني لوري ویلي تر هغه ددې چارې امکان نشته چې طا لبان بشري حقونه رعایت نه کړي، نجونې ښوونځیو، پوهنتونونو او زده کړو ته لاړې نه شي او د نړیوالې ټولنې شرایط پوره نه شي.
































