افغانستان اسلام اباد کې د اسلامي همکارۍ سازمان جوړېدونکې غونډه کې ګډون کوي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اسلامي همکاریو سازمان په ناسته کې چې ټاکل شوې تر راتلونکو څو ورځو پورې په اسلام اباد کې جوړه شي د دغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ به افغان پلاوی پکې ګډون وکړي.
د یادونې ده چې په دې ناسته کې به د افغانستان پر روان وضعیت او د اسلامي هېوادونو پر دوه اړخیزو مسائلو اړینې خبرې اترې وشي.
































