امریکا وایي په اسیا کې له خپلو سیاسي، اقتصادي او نظامي شریکانو سره اړیکې پراخوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي چې په اسیا کې د وضعیت د مدیریت او اوږدمهاله موخو د ترلاسه کولو لپاره په سیمه کې له خپلو شریکانو سره د اړیکو د پراختیا پر نوي باب کار کوي.
هغه زیاته کړې امریکا په دې لټه کې ده چې په اسیا کې له خپلو سیاسي، اقتصادي او نظامي ملګرو هېوادونو سره له هرې ممکنې لارې اړیکې پراخې کړي او دلته د ځينو هېوادنو د احتمالي ګواښونو مخنیوی وکړي.
بلینکن همدا راز ټینګار کړی چې په نړۍ کې د ثبات د تامین لپاره هڅه کوي او په دې لټه کې دي چې وکړی شي د خپلو متحدو هېوادونو په مرسته احتمالي خطرونه دفع کړي.
































