سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د افغانیو ارزښت د ساتلو لپاره لنډمهالي او اوږدمهالي ګامونه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 14, 2021
in تبصرې
0
د بهرنیو دیپلوماتانو د خپلسریو د مخنیوی لپاره یو مهم ګام
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په وروستیو ورځو کې د افغانیو بیه د بهرنیو اسعارو، په ځانګړي ډول د ‍ډالرو پر وړاندې په بې ساري ډول را لوېدلې ده. دې چارې په بازارونو کې د توکو بیې لوړې کړې دي، اقتصادي ستونزې او فقر ورسره زیات شوي او اسلامي امارت هم له دې کبله تر فشار لاندې راغلی دی. اوس د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال تر مشرۍ لاندې یوه کمېټه ټاکل شوې چې د افغانۍ د را لوېدو عوامل پیدا کړي او د مخنیوي ل‍پاره یې لاس په کار شي. د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د را لوېدو عوامل دوه ‍ډوله ده، یو داسې عوامل دي چې کنټرولول یې اوس ناشون‍ي او یا زموږ له وسه لوړ دي او یا هم وخت ته اړتیا لري، خو ځیني عوامل داسې دي چې هغه موږ کنټرولی او له منځه وړلی شو. له همدې امله دا عوامل باید وپ‍ېژندل شي او بیا ګام پورته شي.

لوی سیاسي تحول، د جمهوریت د نړیدلو او د اسلامي‌ امارت د واکمنۍ ډول، سیاسي بې ثباتي، له نړۍ سره د افغانستان د رسمي اړیکو پرې کېدل، د افغانستان بانک د شتمنیو کنګل کېدل، بندیزونه، بانکي بحران، له هېواده تېښته، له اقتصادي اړخه پر بهرنیو مرستو زموږ تکیه، په جمهوریت دوره کې په مصنوعي ډول د افغانیو د ارز‍ښت ساتل او ځیني نور داسې عوامل شته چې د افغانیو ارزښت یې کم کړی، خو زموږ ل‍پاره یې اوس کنټرول ناشونی، یا ستونزمن او یا هم وخت نیوونکی دی.

داسې عوامل هم شته چې که موږ ورته پام وکړو، نو مخنیوی یې کولی شو او د افغانۍ ارزښت تر ډېره پورې ساتلی شو. تر ‍ټولو لومړۍ چاره چې موږ یې کولی شو، هغه د ډالرو د مافیا پر ضد ګام پورته کول دي. همدا اوس داسې مافيايي کړۍ فعالې دي چې له بازارونو ډالر اخلي او د ‍ډالرو د بیو د لوړوالي لپاره یې زخیره کوي. دا چاره په بازار کې د ډالرو د کمښت سبب کېږي، ‍ډالر پورته کېږي او افغانۍ را لوېږي. ددې مافیا اصلي‌ موخه اقتصادي ده، خو دا شک هم کېدلی شي چې سیاسي عوامل به هم پکې رول ولري. دویمه چاره د ډالرو د قاچاق مخنیوی دی. ویل کېږي همدا اوس هره ورځ ایران، پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ته له افغانستان څخه ډالر قاچاق کېږي. دا چاره د ډالرو د کمښت لامل کېږي چې د افغانۍ پر ارزښت منفي اغېز کوي. په ټولنیزو او نورو رسنیو کې منفي تبلیغات او د اوازو خپرول هم ددې سبب کېږي چې خلک پر افغانیو بې باوره شي او دا بې باوري د افغانۍ د را لوېدو سبب کېږي. په اقتصادي او بانکي سکټورونو کې د نامسلکي کسانو ګومارنه هم ستونزه زیاتوي او پکار ده چې پام ورته وشي. په بازار کې د دولت نه مداخله هم ددې سبب شوې چې دا ستونزه زیاته شي. ګڼ نور عوامل هم شته چې تمه ده نوې ټاکل شوې کمېټه ورته پام وکړي.

د افغانیو د ارز‍ښت ساتلو لپاره د هغو عواملو مخه باید ‍په چټکۍ ونیول شي چې په لنډ وخت کې ممکن دي او په اوږده مهال کې د لویو او اساسي عواملو په برخه کې هم باید پلان جوړ ش‍ي، کار وشي او دې چارې ته جدي پام وشي.

Previous Post

جوزف بورل: افغانان د مرستندویانو لاسنیوي ته اړ دي

Next Post

بلینکن: اسیا کې له ملګرو هېوادونو سره اړیکې پراخوو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
بلینکن: اسیا کې له ملګرو هېوادونو سره اړیکې پراخوو

بلینکن: اسیا کې له ملګرو هېوادونو سره اړیکې پراخوو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

مولوي عبدالکبیر: دښمنان به د نفاق په رامنځته کولو بریالي نه شي

مولوي عبدالکبیر: دښمنان به د نفاق په رامنځته کولو بریالي نه شي

اگست 8, 2022
چین سږ کال په لومړي دریو میاشتو کې د ۲۰۷ ميليارډو يوانو په لګښت د اوبو لګولو پروژې بشپړې کړي

چین سږ کال په لومړي دریو میاشتو کې د ۲۰۷ ميليارډو يوانو په لګښت د اوبو لګولو پروژې بشپړې کړي

اپریل 12, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved