د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې چاودنه شوې ده. د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال انجنیر عازم رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند ټانک لوګر سیمه کې رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې د دوو امارتي سرتېرو په ګډون درې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هغه زیاته کړې ده چې په پېښه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او د امارت دوه تنه سرتېري ټپیان شوي دي. تر اوسه پورې د چاودنې پړه هیڅ کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































