د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي چې امریکا باید د افغانستان مالي شتمني ازاده کړي. نوموړي نن په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې که نړۍ، ځانګړې توګه امریکا د افغانستان مالي شتمني ازاده نه کړي نو نه یوازې افغانستان بلکې سیمه به هم له سختو کړاونو سره مخ کړي. هغه دغه راز ټینګار کړی دی چې ا.ا ټول هغه شرایط پوره کړي دي چې د یو نظام د رسمیت پېژندنې لپاره اړین دي نو ښه به وي چې نړۍ د خنډونو جوړولو پر ځای له ا.ا سره روابط ښه کړي. ملا برادر څرګنده کړې ده چې نړیوال له دې امله د افغانستان ا.ا په رسمیت نه پېژندنې چې خپلې موخې لري خو ټینګار کوي چې دوی خپلو ارزښتونو ته ژمن دی.
































