امریکا وایي دوی پخواني حکومت ته دا ثابته کړې وه، چې ارو مرو به خپل سرتېري له افغانستان وباسي. د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي د پخواني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب پر څرګندونو په غبرګون کې ویلي، هغه خبرې ناسمې دي چې ګواکي امریکا د سرتېرو په ایستلو کې جدي نه وه.
د کربي په خبره د دوحې هوکړه ددې پرېکړې واضح ثبوت و او زیاتوي د سرتېرو د ایستلو په اړه یې له افغان حکومت سره هم هوکړه کړې وه. د کربي په وینا دوی په سیمه کې له ټولو اړخونو سره دا خبره سپینه کړې وه، چې نور امریکا له افغانستان وځي او افغان پوځ او حکومت ته نه وه په کار چې پر امریکایي ځواکونو تکیه وکړي.
کربي همدا راز وایي لا هم په افغانستان کې د حکومت د سقوط پر اصلي لاملونو د دوی څېړنې روانې دي او په دې برخه کې ګڼ کمیسیونونه کار کوي.
































