د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو او همکاریو پر دوام او پراختیا د ټینګار ترڅنګ څرګنده کړې ده چې د دغه هېواد سوداګر او کمپنۍ به ژر په افغانستان کې کارونه پيل کړي. نوموړي دا څرګندونې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړې دي. په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې متقي دغه راز د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبدالهیان سره هم په افغانستان کې پر امنیتي او بشري وضعیت او دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي، اقتصادي او سیاسي اړیکو پر پراختیا هم خبرې اترې کړې دي. بلخي ویلي چې عبدالهیان یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.
































