د کندهار والي ویلي چې یوه ټولنه د لوستو کسانو پر مټ پرمختګ کولی شي او دا نظام په افغاني، اسلامي او عقیدوي ارزښتونو سمبال لوستو ځوانانو ته اړتیا لري. حاجي محمد یوسف دا څرګندونې د ملالۍ لوړو زده کړو موسسې له رییس او استادانو سره په لیدنه کې کړې دي. هغه پر ځوانانو غږ کړی دی چې په هېواد کې پاتې شي، تر څو په ګډه د ټولنې او نظام د پرمختګ لپاره کار وکړي. نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته په ټول هېواد کې دولتي ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو او هلکانو پر مخ تړلي دي.
































