چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

پر نړۍ د افغان ولس غږ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 22, 2021
in تبصرې
0
د افغانۍ د ارزښت ساتنې تر څنګ د نرخونو د کنټرول اړتیا
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په کابل کې پرون ګڼو کسانو لاریون وکړ او له امریکا یې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ را خلاصې کړي. لاریونوالو وویل چې امریکا دې پر اسلامي امارت د فشار لپاره افغان ولس له ستونزو سره نه مخ کوي، ځکه چې دا چاره د ټولو بشري ارزښتونو خلاف چاره ده. لاریونوالو پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په را خلاصولو کې مرسته وکړي، ځکه چې دې چارې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې او غربت زیات کړي او که همداسې بندې وساتل شي، نو روان بشري ناورین به لاپسې پراخ شي.

دا واقعیت دی چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته اقتصادي حالت خراب شوی، بې کاره، لوږه او غربت زیات شوي دي. دا نور لاملونه هم لري،‌ خو تر ګردو ستر لامل یې د افغانستان په تړاو د امریکا تګلاره ده چې نه یوازې د افغانستان شتمني یې کنګل کړې، بلکې پر افغانستان یې نور محدویتونه هم لګولي دي. د امریکايي تګلارې له مخې آن نورو هېوادونو ته هم اجازه نه ور کول کېږي چې افغانستان په رسمیت وپېژني او یا ورسره داسې مرسته وکړي چې د افغانانو په اقتصاد کې مثبت بدلون راولي او غربت کم کړي. ‌امریکا په دې ډول غواړي له یوه اړخه د هغې ماتې غچ واخلي‌ چې په افغانستان کې ورسره مخ شوې ده او له بله اړخه غواړي پر اسلامي امارت فشار راوړي، څو یې د خپلو هغو غوښتنو منلو ته اړ کړي‌ چې تر اوسه نه دي‌ منل شوي. امریکا ددغو غوښتنو له لارې له یوه اړخه غواړي اسلامي امارت له خپلو ارزښتونو را وګرځوي او کمزوری یې کړي او له بله اړخه په افغانستان کې یو ځل بیا یو کمزوری، ویشل‍ی او پر پردیو تکیه حکومت جوړ کړي‌ چې هېڅکله د پ‍یاوړي کېدو توان ونه لري.

د امریکا له خوا د افغانستان د شتمنۍ کنګل ساتل او نور بندیزونه د ټولو هغو ارزښتونو خلاف کار دی چې امریکا یې شعار ورکوي. دا له اسلامي امارت سره نه،‌ بلکې له غریبو او کړېدلو افغانانو سره د امریکا دښمني ده. امریکا او ملګري یې له یوه اړخه په افغانستان کې د ناوړه بشري حالت په اړه خبرې کوي، له بله اړخه بیا پر خپلو هغو تګلارو ټینګار کوي چې دا حالت یې رامنځ ته کړی دی. دوی بیا ددې لپاره چې نړۍ ته ځان بشرپال وښيي له افغانستان د بشري مرستو اعلان کوي، خو پر دې ټول پوهېږي چې دا نه واقعي مرستې دي او نه دا ډول مرستې د افغانستان د روان او زیاتېدونکي بحران مخه نیولی شي. په واقعیت کې دوی یوه دوه مخې لوبه کوي چې غواړي هم د افغانستان خلک له بشري ناورین سره مخ کړي او هم ځان بشرپال وښيي.

امریکا او لوېدیځ باید نور دا دوه مخې لوبه پرېږدي، د افغانستان کنګل شوې شتمني باید خلاصه شي، پر افغانستان لګېدلي بندیزونه باید ختم شي او همدا په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي واقعي لاره ده. بشري مرستې ښايي مرسته وکړي، خو هېڅکله زموږ اساسي ستونزه نه شي حل کولی. په کابل کې پرونی لاریون د افغانانو ښه نوښت و او په کار ده چې په کور دننه او بهر ټول افغانان همداسې لاریونه وکړي او خپل غږ پورته کړي.

Previous Post

د لیبیا په سواحلو کې ۱۶۰ کسه کډوال ډوب شوي دي

Next Post

د يو کمربند او يوې لارې ګډه ابادي به د افغانستان اقتصاد په خوځښت راولي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د يو کمربند او يوې لارې ګډه ابادي به د افغانستان اقتصاد په خوځښت راولي

د يو کمربند او يوې لارې ګډه ابادي به د افغانستان اقتصاد په خوځښت راولي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ولسمشر غني طالبانو ته؛ کرونا ویروس پراخېږي، روژه ده، اوربند وکړئ

ولسمشر غني طالبانو ته؛ کرونا ویروس پراخېږي، روژه ده، اوربند وکړئ

اپریل 30, 2020
ترکي پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

ترکي پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

اکتوبر 19, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved