د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، افغانستان اقتصادي مرستو ته اړتیا لري، خو لومړی باید امریکا او ناټو چې له شلو کلونو راهیسې په افغانستان کې حضور درلود، مرستې وکړي. نوموړي ویلي اوس باید د افغانستان له خلکو سره مرسته وشي او دا مرستې باید تر ټولو لومړی د هغو هېوادونو له خوا ورکړل شي، چې د افغانستان اقتصاد او ټولنې ته یې ستر زیان رسولی دی. پوتین ویلي که د افغانستان کنګل شوې پیسې خلاصې نه شي، نو افغانستان به له قحطۍ او نورو سختو ستونزو سره مخ شي، چې ګاونډي هېوادونه به هم اغېزمن کړي. په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو پریکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو لپاره له کنګل شویو مالي شتمنیو څخه د پیسو د تخصیص اجازه ورکړل شوه.
































