د چین او افغانستان ترمنځ سوداګري کمه شوې ده. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مسوولین وایي چې د چین او افغانستان ترمنځ روان کال د سیاسي بدلونونو له امله سوداګري کمه شوې ده. خان جان الکوزی وایي چې تېر ۲۰۲۰ کال افغانستان له چین شاوخوا یو میلیارد ډالر واردات لرل چې روان کال دغه شمېره ۷۰۰ میلیونه ډالرو ته راښکته شوې ده. همدا راز افغانستان هم چین ته شپېتو میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات لرل چې دا شمېره هم راکمه شوې ده.
هغه وایي سره له دې چې چین ته د زعفرانو، جلغوزیو، قالینو او ځینو نورو توکو صادرات شته دي خو بیا هم د تېرو کلونو په پرتله د سوداګرۍ کچه له چین او نورې نړۍ سره راښکته شوې ده.
































