پاکستاني علماوو پرېکړه کړې ده چې د ښوونځیو له کتابونو هغه مسائل لرې کړي چې زده کوونکي تشدد او سختدریځۍ ته هڅوي. د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې د پاکستان علماوو د ښوونځیو له کتابونو د کرکې، تشدد او ستختدریځۍ موادو د لرې کولو پریکړه کړې ده. د پاکستان د لومړي وزیر مذهبي سلاکار طاهر اشرفي په لاهور کې د علماوو له غونډې وروسته خبريالانو ته ویلي، چې تر دې دمه يې له ۳۰۷ کتابونو څخه هغه موارد لرې کړي چې په ټولنه کې کرکه نفرت او تشدد خپروي. د یادونې ده چې نړۍ په وار وار له پاکستان څخه د مذهبي سختدریځۍ د مخنیوي غوښتنه کړې وه خو پاکستان ویلي وو چې پاکستان کې د مذهبي تاوتریخوالي په نوم څه نشته دي.












