د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي ویلي چې تهران په افغانستان کې د تلپاتي امنیت او ثبات غوښتونکی دی. نوموړي زیاته کړې ده چې ایران د افغانستان خپلواکي ته درناوی لري خو ټینګار کوي چې په دغه هېواد کې د ستونزو د حل یوازینۍ لار د ټولشموله دولت رامنځته کېدل دي. قمي څرګنده کړې ده چې که چېرته د افغانستان ا.ا غواړي چې ستونزې حل او فصل کړي نو غوره به وي چې په واک کې ټولو قومونو او اقشارو ته ځای ورکړي او یو ټولشموله دولت جوړ کړي. ا.ا که څه هم تر اوسه په دې اړه تازه څه نه دي ویلي خو وړاندې تر دې یې په وار وار ویلي چې د دوی نظام ټولشموله دی، اوسنۍ کابینه سرپرسته ده او د تغیر امکان یې شته دی.












