لوړو زده کړو وزارت یو ځل بیا ویلي چې د نجونو د زده کړو مخالف نه دي. ددغه وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني چې تازه د پاکستان له سفر را ستون شوی دی وايي، د نجونو د لوړو زده کړو مخالف نه دي، خو په یوه ټولګي کې د ښځینه او نارینه محصلینو د زده کړو مخالف دي.
هغه وایي دوی تمه لري چې ژر تر ژره وکړی شي دغه ستونزه حل کړي او په دې سره افغان نجونې پوهنتونو ته راستنې شي.
شاوخوا څلور میاشتې کېږي چې طا لبان په کابل کې واک ته رسېدلي دي خو تر دې دمه یې نجونو او هلکانو ته پوهنتون ته د تګ اجازه نه ده ورکړې. دې مسئلې په ملي او نړیواله کچه غبرګونونه له ځان سره لرلي دي.
































