چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

امارت او هېر شوي لومړیتوبونه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 27, 2021
in تبصرې
0
په اسلامي امارت کې دوې نوې شوراګانې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

 د افغانستان اسلامي امارت پر واکمنۍ شاوخوا څلور نیمې میاشتې اوړي، خو تر اوسه پورې لا هم حکومت سرپرست دی، اساسي قانون نشته او د نظام د څرنګوالي په تړاو معلومات له خلکو سره نه دي شریک شوي. معلومه نه ده چې څه وخت به اساسي قانون جوړیږي او څه وخت به حکومتولي او نورې چارې عادي حالت ته ور ګرځي. امارت تر اوسه پورې ځیني کارونه کړي، خو څه ته اړتیا ده او څه لومړیتوب لري؟

د هر نظام لپاره اساسي قانون د ملا د تیر حیثیت لري، چې له هغه پرته نظام ‍پر پښو نشي‌ درېدلی. له بده مرغه اسلامي امارت تر اوسه پورې هم اساسي قانون نه لري‌ او معلومه هم نه ده چې دوی به کله اساسي قانون ولري. دا چې امارت ولې اساسي قانون نه لري او ولې دا مسأله جدي نه ګڼي، معلومه نه ده، خو له اساسي قانون پرته د حکومتولۍ چارې ناسمې وي، ځکه چې هر کار باید د قانون پر اساس وشي او چې قانون نه وي، معلومه نه ده چې پرېکړې به د څه پر اساس کېږي. په همدې ورځو کې د یوه وزات مرستیال د امارت د عمومي مشر(امیرالمومنین) په حکم ټاکل شوی، خو د یوه وزارت سرپرست بیا د رییس الوزرا په حکم ‍ټاکل شوی دی. اوس چې په اساسي قانون کې د امیرالمومنین او رییس الوزرا صلاحیتونه معلوم شوي نه وي، نو همداسې ګډوډۍ به وي. د ستونزو د حل ل‍پاره اساسي قانون د امارت ل‍پاره تر ګردو چارو لومړیتوب لري.

د اساسي قانون له جوړولو او تصویب وروسته د همدغه قانون پر اساس د دولت جوړول، د کورني مشروعیت پیدا کول، د کورنیو او بهرنیو تګلارو د لویو کرښو ټاکل او نور مهم مسایل بیا ورپسې لومړیتوب لري. له همدې سره په څنګ کې د اساس‍ي قانون د احکامو پر اساس حکومت د خلکو د چارو د سرپرستۍ مسوول کېږي او له اقتصاد نیولې، تر روغتیا، پوهنې، لوړو زده‌کړو او ګڼو نورو چارو پورې باید تنظیم کړي، پروګرامونه ورته جوړ کړي او ‍ښه مدیریت یې وکړي او همدا مهم لومړیتوبونه دي.

اوس داسې ښکاري چې له امارت څخه لومړیتوبونه ورک دي، پر داسې مسایلو تمرکز کوي‌ چې د هغو لپاره اساس نشته او یا هم داسې مسایل چې ارزښت یې کم دی او ډېر کله له نظام سره د مرستې پر ځای ستونزې جوړوي. د چارواکو یو غوره کار ‍‍پر اقتصادي مسایلو تمرکز دی، خو چې قانون زموږ اقتصادي مسایل نه وي تعریف کړي او معلومه نه وي چې موږ ازاد، ګډ یا بل ډول بازار لرو، نو حکومت به څنګه په اقتصادي برخه کې موثر ګامونه واخلي!؟

د ورک لومړیتوب یو بل مثال په دې ورځو کې ټکسي چلوونکو ته د سپار‍‍ښتنو بحث دی. سموال‍ی او ناسموالی یې یو اړخ، خو اوس به څوک ثابتوي چې په ټکسي ناستې ښځې ۴۵ میله لاره وهلې او که نه، څوک به ثابتې وي چې ورسره ناست کس محرم دی او که نه، څوک به ثابتوي چې ټکسي چلوونکي په لاره موسیقي غږولې ده که نه او څوک به ثابتوي چې د لمانځه پر وخت یې موټر درولی دی او که نه…!؟ اوس ‍پو‍‍ښتنه دا ده چې همدا لومړیتوب دی، که اساسي قانون، چې بیا په پرې د فرعي قوانینو له لارې دا هر څه تنظمیږي؟

له بدغه مرغه امارت مهم لومړیتوبونه هېر کړي او تر هغو چې پرې تمرکز ونه کړي، ستونزې به حل نه شي،‌ بلکې نوې ستونزې به پ‍یدا شي او بیا به یې د حل کولو لپاره ناوخته شوی وي.

Previous Post

کرونا؛ امریکا کې زرګونه پروازونه مختل شوي دي

Next Post

یونسیف: سیار ټیمونه مو له خلکو سره په مرسته بوخت دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
یونسیف: سیار ټیمونه مو له خلکو سره په مرسته بوخت دي

یونسیف: سیار ټیمونه مو له خلکو سره په مرسته بوخت دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ایران: د بهرنیانو له حضور سره هممهاله؛ د نشه يي توکو د کاروبار پراختیا د پوښتنې وړ ده

ایران: د بهرنیانو له حضور سره هممهاله؛ د نشه يي توکو د کاروبار پراختیا د پوښتنې وړ ده

سپتمبر 15, 2020
لوګر کې ٨ زره بزګرو ته د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه

لوګر کې ٨ زره بزګرو ته د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه

اکتوبر 20, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved