د افغانستان ا.ا وایي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د هېواد په کورنیو چارو کې مداخله وکړي. پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل د ۴۲ کلیزې په مناسبت ا.ا په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې افغانانو وکړی شول له څو تاړاکونو خپله خاوره ازاده کړي او د سوله ییز او خپلواک ژوند لار غوره کړي. سرچینه وایي افغانان له ټولې نړۍ سره د دوه اړخیزو ګټو په چوکاټ کې اړیکې غواړي او هېچا ته د زیان اړولو نیت نه لري.
په اعلامیه کې راغلي له همدې امله له نړیوالو غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له مداخلې لاس په سر شي او اجازه ورکړي چې افغانان له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره په سوله او امنیت کې ژوند وکړي. ا.ا همدا راز وایي چې نړیوال دې پر افغانانو فشارونه ختم کړي او د دوی حقونو ته دې درناوی وکړي.
































