روسیې یو ځل بیا پر متحده ایالاتو غږ کړی دی چې افغانستان ته د مرستې رسولو پر وړاندې د خنډونو له ایجادولو ډډه وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو سازمانونو رییس پیټر ایلیچف ویلي چې امریکا باید افغانستان ته د مرستو پر لېږد بندیزونه لرې کړي او ټینګار کوي چې یاد هېواد باید دا مسئله سیاسي نه کړي. ایلیچف له ریانووستي اژانس سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان د امریکا او د هغوی د متحدانو له لوري کنګل شوې مالي شتمنۍ ته حیاتي اړتیا لري او دا پیسې باید ژر تر ژره بېرته افغانانو ته ورکړل شي. هغه ټینګار کړی دی چې دوی له نړیوالې ټولنې سره یو ځای په افغانستان کې د یو بېساري بشري بحران مخنیوي په موخه د دغه هېواد د مالي ذخایرو د ازادېدو لپاره هلې ځلې پیل کړې دي او هیله من دي چې دا هڅې به مثبتې پایلې ولري.
































