چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

خلک باید لاریونو ته پرېښودل شي، خو څه ډول؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 29, 2021
in تبصرې
0
په اسلامي امارت کې دوې نوې شوراګانې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

 ‌پرون په کابل کې څو ښځو لاریون وکړ او د تعلیم، کار او ډوډۍ غوښتنه یې وکړه. لاریون کوونکو ادعا وکړه‌ چې د امارت له خوا له تاوتریخوالي سره مخ شوي، هوايي ډزې شوې او ځیني لاریونوال ټپیان شوي هم دي. ټاکل شوې نن هم په کابل کې لاریون وشي او پر حکومت د نیوکو ترڅنګ ځیني غوښتنې هم وشي. په کابل کې تر اوسه شوي لاریونونه تر ډېره لانجمن وو او له غبرګون سره مخ شوي دي، خو ولې؟

هر څوک حق لري چې د خبرو، اعتراض او لاریون له لارې د حکومت ځیني‌ کړنې نقد کړي، ویې غندي او یا هم له حکومت څخه غو‍ښتنې وکړي. حکومتونه باید خلکو ته حق ورکړي چې د خبرو، اعتراض او لاریون له لارې خپل غږ پورته کړي. له دې سره دا هم مهمه ده چې اعتراض او لاریون باید د قوانینو او اصولو په چوکاټ کې وي. تر ګردو مهمه دا ده چې لاریون باید د مشروع غوښتنو لپاره وي او نیوکې باید د اصلاح او مثبت بدلون لپاره وي. ددې تر څنګ د قانون له مخې د لاریون لپاره باید له کورنیو چارو وزارت یا امنیه قوماندانۍ څخه اجازه واخیستل شي او یا هم هغوی مخکې له مخکې خبر کړل شي. د لاریون ځای، د ګډونوالو شمېر او نور اړوند مسایل باید مخکې له مخکې شریک شي. لاریون او اعتراض باید د نورو عامو خلکو ورځنی ژوند ګډوډ نه کړي او په داسې ځای کې وشي، چې نورو عامو خلکو ته ستونزې جوړې نه کړي. لاریونوال باید دا اصول مراعات کړي او اسلامي امارت هم باید په دې چوکا‍ټ کې د اعتراضونو او لاریونونو مخه ونه نیسي‌ او نه هم ورسره تاوتریخوالی وکړي.

د لاریون غلي کول او یا هم ورسره تاوتریخوالی کول، ن‍ظام ته د ګټې پر ځای زیان رسوي، ځکه چې که خلک د غږ پورته کولو حق ونه لري،‌ نو بیا به پر نورو لارو فکر کوي چې هغه لارې نظام ته زیان رسوي. دا سمه ده چې ښايي د لاریونوالو ځیني غوښتنې ناسمې وي، خو له دې سره سره باید واورېدل شي. بله مسأله دا ده چې ځیني چارواکي شک لري چې لاریونوال به د بهرنیانو له لوري هڅول کېږي. که داسې څه وي، نو بیا لاره یوازې د لاریون مخنیوی نه دی، بلکې امارت باید د هغو اسنادو او شواهدو د موندلو هڅه وکړي چې دا ادعا ثابتوي.‌ که دا ادعا ثابته شي، نو بیا حکومت حق لري‌ چې هم د لاریون مخه ونیسي‌ او هم یې تنظیموونکي تر عدلي تعقیب لاندې راولي، ځکه چې هېڅوک د بهرنیانو پر اشاره او لارښوونه د لاریون او اعتراض حق نه لري. ددې تر څنګ ځیني لاریونونه ددې لپاره کېږي چې ګډونوال یې په قصدي ډول ځان له تاوتریخوالي سره مخ کړي، څو بهر ته د وتلو لپاره خپل ځان ته دوسیه جوړه کړي. له دا ډول کسانو سره باید پوره احتیاط وشي او پرې ن‍ښودل شي چې خپلو موخو ته ورسېږي.

په پای کې ویلی شو چې انتقاد، اعتراض او لاریون د خلکو حق دی او امارت له خلکو دا حق نه شي اخیستلی، خو لاریونوال هم باید درک کړي چې انتقاد، اعتراض او لاریون د سمون او مثبت بدلون لپاره وي. په لاریون کې باید اصول او قوانین مراعات شي او داسې کار ونه شي چې قانون یې اجازه نه ورکوي. له همدې امله د قانون په چوکاټ کې لاریونونه او اعتراضونه د خلکو حق دی او حکومت ته هم ګ‍ټه رسوي او پکار ده چې دواړه اړخونه دا چاره درک کړي.

Previous Post

متحده عربي امارت: له افغانستان سره لا ډېرو مرستو ته ژمن یو

Next Post

اومیکرون په اروپا او امریکا کې نوی ریکارډ جوړ کړی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
اومیکرون په اروپا او امریکا کې نوی ریکارډ جوړ کړی

اومیکرون په اروپا او امریکا کې نوی ریکارډ جوړ کړی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پينګ د اندونيزيا له ولسمشر جوکو ويدودو سره ټلېفوني خبرې وکړې

اکتوبر 16, 2024
د اوبو او انرژۍ وزارت: د پنجشیر له سیند کابل ته د څښاک اوبه لېږدوو

د اوبو او انرژۍ وزارت: د پنجشیر له سیند کابل ته د څښاک اوبه لېږدوو

جولای 23, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved