د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د طالبانو لاس ته د افغانستان د سقوط په اړه د نورو په څېر دوی هم حیران دي. هغه په یوه تازه مرکه کې ویلي چې دوی هیڅکله په دومره تېزۍ د هر څه د تغیر تصور نه و کړی. خلیلزاد د دې پوښتنې په ځواب کې چې اشرف غني ویلي، که چېرته کابل کې پاتې شوی وای وژل کېده وویل، کله چې دی په رښتیا هم له خپل مرګه وېرېده نو باید له امریکا یې مرسته غوښتې وای، د هغه اندېښنه واقعاً جدي نیول کېده خو غني دا کار ونه کړ. خلیلزاد د جمهوریت د سقوط په اړه د اشرف غني هغې خبرې ته په اشارې چې ویلي یې دي دا سقوط د امریکا اطلاعاتي ناکامي په ګوته کوي وویل، تر هر څه وړاندې د دې ټولو ناکامیو پړه د افغان حکومت پر غاړه ده، هیچا تصور نه شو کولی چې غني به تښتي، بلې هو اطلاعاتي ناکامي دا ده چې امریکا د غني د فرار وړاندوینه نه وه کړې. خلیلزاد ټینګار کړی دی چې طالبان د توافق له مخې کابل ته نه دننه کېدل او واک د لویې جرګې له لارې په سوله ییزه توګه طالبانو ته لېږدول کېده.
































