په ننګرهار کې د اسلامي امارت چارواکي د دې ولايت د هندو باورانو له خولې وايي، چې ننګر هار ته له بهر څخه اهل هنود هېوادوال بېرته راستنیږي. دا خبره د ننګرهار والي مزمل سره د ليدنې پر مهال جلال اباد ښار کې د اهل هنودو هېوادوالو کلانتر جسبير سنګهـ حکيم زاده کړې ده. سرچينه وايي، چې دغه هندوان او کورنۍ به یې ډير ژر له بهر څخه بېرته هېواد ته را ستنې شي. د طالبانو په اعلامیه کې د هندو باورو په حواله ویل شوي، چې د اسلامي امارت له تېرې واکمنۍ هم ښې خاطرې لري او غواړي پاتې ژوند هم په خپل هېواد کې تېر کړي. د ننګرهار والي اهل هنودو هېوادوالو ته د دوی د امنيت، خونديتوب او حقونو ته د پاملرنې ډاډ ورکړی او هېواد ته د بېرته راګرځيدو د ادعا شوې پرېکړې هر کلی او ستاينه يې کړې.











