په نیمروز ولایت کې طا لبانو د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني پوځیانو له خوا د اغزن تار د لګولو او پوستې جوړولو مخنیوی کړی دی. د راپورونو له مخې پاکستاني پوځیانو تېره د نیمروز ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ اړوند ډک سیمه کې غوښتل چې په افغان خاوره کې خپلې بوستې جوړې کړي، چې د اسلامي امارت سرحدي ځواکونو د دغه کار مخنیوی کړی دی. په سیمه کې سرچینې وايي چې پاکستاني پوځیان کابو لس تر ۱۵ کیلومتره د افغانستان خاورې ته د ننه شوي وو او غوښتل یې دلته پوسته جوړه کړي. له بلې خوا، د پاکستاني پوځیانو وسایل او اغزن تار په سیمه کې ترې پاتې دي او د سلامي امارت ځواکونو یې د دې کار مخه ونیوله. سیمه ییزو مسوولینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































