د کاناډا د کډوالو د چارو وزارت وایي د افغانستان هغه قاضیانې د کورنیو سره یو ځای مني چې په یونان کې بې سرنوشته پاتې دي. د دې وزارت ویاند ویلي چې د دغو قاضیانو او د هغوی د کورنیو د غړیو تر څنګ به کاناډا ۲۳۰ افغانان ومني. ټاکل شوې دا کسان را روان کال کاناډا ته ورسیږي خو د رسیدو کره نیټه یې لا معلومه نده. د کاناډا د حکومت د معلوماتو له مخې د اګست د میاشتې د ۱۵ مې راپدیخوا چې په افغانستان کې طالبان واکمن شوي، دغه هیواد ۳۱۹۵ هغو افغانانو ته پنا ورکړې چې په کاناډا کې خپل خپلوان ولري او ۲۵۳۵ د خطر سره مخ افغانان یې د بشري دلیلونو په خاطر منلي دي.
































