د بشري مرستو او اقتصادي بیارغونې د میکانیزمونو په اړه د چین او افغانستان د کاري ټیمونو ترمنځ ناسته ترسره شوې ده. د چین نړیوالې راډیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسيا ډيپارټمنت د مشر ليو جين سونګ له قوله ويلي، چين او افغانستان ښه ګاونډيان، ملګري، دوستان او وروڼه دي. د نوموړي په خبره، له دې ناستې څخه یې هدف په دوحه کې د دواړو هېوادونو د اړوندو مشرانو تر منځ په ملاقات کې تر لاسه شوې موافقې عملي کول دي. هغه ټینګار کړی دی چې چين غواړي له افغانستان سره د پرمختګ تجربې شريکې کړي، د دغه هېواد د دايمي پرمختګ لپاره د پلانونو جوړولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي، له دغه هېواد څخه ملاتړ وکړي، چې د خپل ملي حالت له مخې د پرمختګ لارې ولټوي، چین ددې هرکلی کوي، چې د جلغوزيو، زعفرانو او انارو په شمول ځانګړي محصولات دغه هېواد ته وليږل شي. لیو دغه راز ټینګار کړی دی چې چين د افغانستان پلوي کوي، څو د راتلونکي پرمختګ لپاره د کانونو غني سرچينې وکاروي، هيله لري، چې افغانستان د چين تصديو او اتباعو ته امن سوداګريز چاپيريال او د کارونو او ژوند ښه چاپيريال برابر کړي، تر څو د دوی حقه حقونه وساتي او نړيوالې ټولنې ته په افغانستان کې د پانګونو د امنيت تامينولو زمینه مساعده کړي.
































