د افغانستان ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني د نوي ۲۰۲۲ میلادي کال په مناسبت ویلي چې دوی د کورنیو او بهرنیو مسائلو په اړه کارنده او مثبت سیاست پیل کړی دی. نوموړي زیاته کړې ده چې په تېرو څلورو میاشتو کې یې د هېواد د ابادۍ، سولې او ثبات لپاره په بېلابېلو برخو کې مثبت ګامونه پورته کړي دي او د دوی له لوري افغانستان، سیمې او نړۍ ته هیڅ ګواښ متوجه نه دی. سمنګاني ټینګار کړی دی چې ټول مسائل به له ډیپلوماټیکو لارو حل کړي. نوموړي زیاته کړې ده چې اوسنۍ سرپرسته کابینه یې ټولشموله ده خو ټینګار کوي چې د حکومت د لا پراختیا په نیت یې له نورو اړخونو سره خبرې پيل کړې دي او یاده ستونزه به هم ژر تر ژره حل شي.
































