شل زره افغانان المان ته د تګ په تمه دي. د الماني رسنیو د راپورونو له مخې دمګړی شل زره داسې کسان د الماني حکومت له لوري مشخص شوي، چې باید له افغانستان و ایستل شي او په المان کې ځای پر ځای شي.
د الماني چارواکو په خبره په دې کې خبریالان، د بشري حقونو فعالین، مدني فعالین، د الماني مرستندویه موسسو او نورو بنسټونو افغان همکاران او نور داسې کسان شامل دي چې ژوند ته یې ګواښونه رامنځ ته کېدلی شي.
المان وایي چې تر دې دمه یې سلګونه کسان له افغانستان ایستلي دي خو هڅه کېږي چې پاتې کسان هم فرصت ته په کتو و ایستل شي. المان داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې افغان حکومت د لا ډېرو افغانانو د وتلو مخالف دی او له خلکو غواړي چې دلته پاتې شي او د خپل هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړي.
































