له شخصیتونو سره د تماس کمېسیون مسوولین وايي، چې په وروستیو څلورو میاشتو کې تر ۳۰۰ ډېر پخواني دولتي چارواکي او پانګه وال هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه کمېسیون ویاند وايي، چې یوازې په تېره یوه میاشت کې ۱۳۰ تنه هېواد ته راستانه شوي دي. د دې کمېسیون ویاند احمدالله وثیق وایي چې د شخصیتونو او سیاستوالو د راستنېدو بهیر روان دی. نوموړی وايي چې یو شمېر راستانه شوي کسان بېرته له هېواده وتلي دي، خو د دې کار لامل شخصي مسایل ګڼي. نوموړی وايي چې یو شمېر کسان د ځمکې له لارې هېواد ته راځي چې له همدې امله یې د راستنېدو بهیر پڅ دی. د اسلامي امارت چارواکي وايي که څوک د تېر نظام له خوا په فساد تورن وي د عمومي عفوې د فرمان پربنسټ دوی بښل شوي دي.












