افغان حکومت وایي په کابل کې د ټولو ديپلوماتیکو ماموریتونو امنیت تامینوي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نوي حکومت له لوري نومول شوی دایمي استازی سهیل شاهین وایي، هر هغه هېواد چې غواړي په افغانستان کې خپل دیپلوماتیک ماموریت له سره پيل کړي دوی یې د امنیت تامین ته ژمن دي.
د شاهین په خبره امنیتي ځواکونه د ديپلوماتیکو ماموریتونو ساتلو ته ژمن دي او افغانستان غواړي د سیمې او نړۍ هېوادونه په ډاډه زړه په افغانستان کې ديپلوماتیک ماموریتونه ولري او له افغانانو سره مرستې وکړي.
هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې دوی له سیمې او نړۍ سره د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ اړیکې غواړي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.
































