د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی د سیمې له هېوادونو سره د بین الافغاني خبرو پر پیلېدو خبرې کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې زلمی خلیلزاد دمګړی قطر، هند او پاکستان ته په سفر بوخت دی. نوموړی به په دې سفر کې له هندي چارواکو سره د افغان سولې په برخه کې ددغه هېواد پر رول، له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې او له طالبانو او قطرې چارواکو سره د سولې هوکړې پر عملي کېدو خبرې وکړي. امریکا وایي په افغانستان کې ددایمي سولې لپاره د هند همکاري مهمه ده او خلیلزاد به په دې سفر کې ددغه هېواد له چارواکو سره په دې تړاو خبرې کوي. خلیلزاد به له طالب استازو سره هم خبرې کوي او له دوی به غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي او د بین الافغاني خبرو لپاره هڅې چټکې کړي.
































