د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د اوکراین پر مسئله بېړنۍ ناسته کوي. د ناټو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه غونډه به د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره کېږي او په هغه کې به د اوکراین او روسیې پر ناندریو او احتمالي اقداماتو خبرې کېږي.
په دې غونډه کې به د امریکا او غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي او ټول به په یوه خوله د روسیې پر وړاندې خپل دريځ اعلانوي. د اوکراین او روسیې ترمنځ ناندرۍ هغه مهال پراخې شوې چې ناټو غوښتل په اوکراین کې لا ډېر سرتېري ځای پر ځای کړي خو دا اقدام د روسیې له غبرګون سره مخ شو او د اوکراین له پولې سره یې سل زره سرتېري ځای پر ځای کړل.
































