چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

سخت ژمی او زیاتېدونکی بشري ناورین

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 5, 2022
in تبصرې
0
امربالمعروف وزارت، پخوانۍ تجربې او نوی تصویر
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

افغانستان د واورو او بارانونو له یوې څپې سره مخ دی. په ډېرو ولایتونو کې واوره ورېدلې او لا هم روانه ده او په ځینو ولایتونو کې سخت بارانونه اورېدلي دي. د واورو ورېدو له امله د ځینو لرې پرتو سیمو لارې بندې شوي دي او د بارانونو له امله سیلابونه راوتلي دي چې خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. په ځینو سیمو کې د یخنۍ له امله هم د ماشومانو د مړینې او ناروغۍ خبرونه ورکړل شوي دي.

د واورو او بارانونو اورېدو، که له یوه اړخه دا هیله زیاته کړې چې راتلونکی کال به وچکالي کمه وي، له بله اړخه افغانان له سخت ناوړه حالت سره مخ شوي دي. لکه چې ملګري ملتونه وايي دغو اورښتونو بشري‌ ناورین زیات کړی دی. د اورښتونو له امله د خلکو کاروبار زیانمن شوی دی، هغه کسان چې د ورځني مزد په مقابل کې کار کوي، اوس ورته کار نشته، ددې تر څنګ د توکو د لېږد په برخه کې هم ستونزې شته، ځکه چې ډېری لارې بندي دي او تګ راتګ پرې نه کېږي. ددې تر څنګ د افغانستان ډېرو خلکو بشري مرستو ته اړتیا لرله او ټاکل شوې وه چې خیریه بنسټونه خپلې را ټولې کړې مرستې دغو اړمنو ته ورسوي، خو اوس ډېرو سیمو، په ځانګړي ډول لرې پرتو سیمو ته ددغو مرستو رسول ستونزمن شوي دي. د ښارونو ترڅنګ په لرې پرتو سیمو کې هم غربت زیات دی، له همدې امله هلته خلک بېړنیو مرستو ته اړیتا لري. اوس چې واورو او بارانونو ستونزې پیدا کړې دي او لارې یې بندې کړي دي، نو ددې وېره ده چې لا ډېر خلک به له ستونزو سره مخ شي او ان هلته د لوږې او یخنۍ له امله د خلکو، په ځانګړي ډول ماشومانو د مړینه وېره زیاته شوې ده.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

پر افغانستان واکمن اسلامي امارت له اقتصادي اړخه له ستونزو سره مخ دی او نشي کولی چې دغو اړمنو ته پوره مرستې ورسوي، خو نړیوالې ټولنې هم یوازې د ژمنو تر بریده ګام اخیستی دی. ملګري ملتونه او نور مرستندویان پوهېدل چې سخت ژمی را روان دی، خو بیا یې هم له اړمنو سره مرسته ونه کړه. تر اوسه پورې د دوی له خوا شوې مرسته په نشت حساب ده او داسې کومه مرسته یې نه ده کړې چې د اړمنو ستونزې حل کړي. د دوی د بې غورۍ او نه عمل له امله اوس په لرې پرتو سیمو کې بشري ناورین تر بل هر وخت زیات شوی دی او د لا زیاتېدا وېره یې هم شته.

په اوس وخت کې د زیاتېدونکي بشري ناورین د مخنیوي لپاره پکار ده چې نړیواله ټولنه او خیریه بنسټونه په واقعي مانا مرستې وکړي. دوی باید په چټکۍ سره کار وکړي،‌ ځکه ددې وېره ده چې ژمی به لا سخت ش‍ي، نو ځکه باید ژر تر ژره اړمنو کسانو ته د مرستو د رسولو لپاره ګامونه پورته کړي. د افغانستان اسلامي امارت هم باید له خپله اړخه پوره مرسته وکړي او له مرستندویانو سره ګډ کار وکړي څو په لرې پرتو سیمو کې ددغه بشري ناورین په کمولو او یا له منځه وړلو کې اغېزناک کار وشي.

Previous Post

اوکراین؛ د ناټو د بهرنیو چارو وزیران بېړنۍ غونډه کوي

Next Post

اومیکرون؛ امریکا کې ۲۴ ساعته کې یو میلیون پېښې ثبت شوې دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
اومیکرون؛ امریکا کې ۲۴ ساعته کې یو میلیون پېښې ثبت شوې دي

اومیکرون؛ امریکا کې ۲۴ ساعته کې یو میلیون پېښې ثبت شوې دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کرن ډېکر له هغو بنسټونو مننه کړې چې د افغانانو لاسنیوی کوي

کرن ډېکر له هغو بنسټونو مننه کړې چې د افغانانو لاسنیوی کوي

مې 8, 2024
کندوز کې جګړې؛ تر لسو زرو ډېر کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي دي

کندوز کې جګړې؛ تر لسو زرو ډېر کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي دي

جولای 26, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved