په امریکا کې د کرونا اومیکرون بڼې مثبتو پېښو ریکارډ جوړ کړی دی. د امریکا روغتیايي ادارې وایي چې په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې یې د کرونا اومیکرون بڼې شاوخوا یو میلیون مثبتې پېښې ثبت کړې دي. ځینې رسنۍ بیا وايي چې ښايي د مثبتو پېښو شمېر تر دې هم ډېر وي.
همدا راز رسنۍ وایي چې د تېرې اونۍ په پرتله د مثبتو پېښو شمېر او د کسانو بستري کېدلو کې پنځوس سلنه ډېروالی راغلی دی. د امریکا حکومت بیا له خلکو غوښتي چې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي، له تګ راتګ ډډه وکړي او خپل ځان له اومیکرون خوندي وساتي.
په اروپايي هېوادونو کې هم د کرونا اومیکرون بڼه د چټکې پراختیا په حال کې ده.
































