افغان حکومت وایي په تېرو دوو ورځو کې یې ۸۳ نور طالب بندیان خوشي کړي دي. د ملي امنیت شورا ددفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د سولې په برخه کې د پرمختګ او د ولسمشر د حکم پر بنسټ یې تېره ورځ ۳۱ او وړمه ورځ ۵۳ طالب بندیان خوشي کړي دي. د سرچینې په خبره په دې سره د ټولو خوشي شوو طالب بندیانو شمېر ۹۳۳ ته رسېدلی دی. د ملي امنیت شورا په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې د ولسمشر د حکم پر بنسټ به د طالب زندانیانو د خوشي کولو لړۍ ددوی عمر، د بند مودې او روغتیایي وضعیت ته په کتو ادامه ولري.
































