وروسته تر هغه چې د پخواني نظام لومړي مرستیال امرالله صالح وویل چې که طالبان د نیک نامي دعوه کوي نو ټاکنو ته دې غاړه کېږدي، د افغانستان ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني د نوموړي د دې څرګندونو غبرګون کې په کنایه ویلي چې د داسې ټاکنو ګټه څه چې پایله یې د نورو په لاس کې وي. نوموړي زیاته کړې ده چې تېر نظام به ټاکنې خپله کولې خو ټولشموله دولت به د وخت خارجه وزیر جان کري ورته جوړاوه. سمنګاني، صالح ته دا پيغور پر داسې مهال ورکوي چې تېرې ترسره شوې ټاکنې ټولې له ناندریو ډکې وې او د پایلو له اعلان سره سره به د دولت تشکیل د امریکا په منځګړیتوب رامنځته کېده.
































